د افغان ملي بانک د معلوماتي ټکنالوجۍ آمریت د بانک د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ بېولو کې رغنده او مهم رول لوبوي په ځانګړې توګه د نن عصر چټک او پرمخ تللې ټکنالوجۍ او ډیجیټل بانکوالۍ په چاپېریال کې. د نوې ټکنالوجۍ څخه په استفادې سره یاد آمریت د څانګو او ډیجیټل بانکوالۍ خدماتو له لارې یوه غښتلې، خوندي، او پراخېدونکی زیربنا رامنځته کوي کوم چې د افغان ملي بانک د لرلید، مأموریت، او ستراتېجیکو موخو سره سمون ولري. د معلوماتي ټکنالوجۍ آمریت د افغان ملي بانک د ستراتېجیکو موخو سره سم د نوښتونو، د معلوماتو خوندیتوب، او همدارنګه د عملیاتي مؤثریت لوړولو لپاره هلې ځلې کوي ترڅو بانک وکولی شي خپلو درنو پېرودونکو ته غوره بانکي خدمات وړاندې کړي او دا پداسې حال کې چې د مقرراتو نه اطاعت او د معلوماتی ټکنالوجۍ امنیتي معیارونو ته ژمن پاتې شي. د ټکنالوجۍ د پرمختګ سره سم، یاد آمریت د داخلي عملیاتو د لا نور ښه والي او د یو غښتلي IT ایکوسېستم د ساتلو لپاره کار او دوامداره هڅې کوي ترڅو د افغان ملي بانک د پېرودونکو بانکي اړتیاوې پوره کړي.
د معلوماتي ټکنالوجۍ مأموریت دا دئ چې د څانګو او ډیجیټل بانکوالۍ خدماتو لکه آنلاین وېب، ډیجیټل والټ، او موبایل بانکېنګ له لارې د بانک کارکوونکو او پېرودونکو ته غوره او اغېزمن خدمات او ملاتړ برابر کړي.
زمونږ اساسي موخه دا ده ترڅو د معلوماتي ټکنالوجۍ پر مټ د غوره بانکوالۍ خدماتو په وړاندې کولو سره، حسابونو، لېږدونو، تأدیاتو، او بانکي غوښتنلیکونو ته آسانه او خوندي لاسرسی برابر کړو او په ورته وخت کې دا آمریت ژمن ده تر څو:
☑ د قانوني، امنیتي، او مقرراتي اړتیاوو بشپړ اطاعت یقیني کړي.
☑ د یوه خوندي او انعطاف منونکي معلوماتي ټکنالوجۍ چوکاټ دننه فعالیت وکړي.
☑ د بېلابېلو ډیجیټل چینلونو له لارې ۲۴/۷ بانکوالۍ خدمات وړاندې کړي ترڅو پېرودونکي پرته له کوم خنډ او ځنډ خدماتو ته لاسرسی ولري.
زمونږ لرلید دا دی چې د معلوماتي ټکنالوجۍ زېربنا ته د بانک د عملیاتي او بانکي چوپړتیاوو ته د اړتیا په نظر کې نیولو سره پراختیا ورکړو او ډاډ تر لاسه کړو چې دا به:
☑ فعاله: د بې خنډه بانکي خدماتو ملاتړ وکړي.
☑ خوندي: د نړیوالو سایبري امنیت معیارونو سره سمون ولري.
☑ انعطاف منونکی: راتلونکو بانکي نوښتونو ته چمتو وي.
☑ باوري: ثبات او لوړ بانکي فعالیت یقیني کړي.
☑ کاروونکي ته آسانتیاوې: د بانک پېرودونکو لپاره ډیجیټل تعاملات آسانه کړي.
☑ مؤثر او اغېزمن: او همدارنګه د بانکوالۍ بې خنډه تجربې وړاندې کړي.