د ګرانو پېرودونکو پیسو اېستلو کې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو په پار، افغان ملي بانک په کابل او ولایتونو کې (۲۳) د صرافۍ اتومات ماشینونه (ATMs) نصب کړيدي او په نیږدې راتلونکي کې به دې شبکې ته نوره پراختیا هم ورکړي. همدارنګه ددې لپاره چې افغان ملي بانک د هېواد په کچه خپلې بانکي چوپړتیاوې او محصولات وطنوالو ته په خورا اغېزمنه توګه وړاندې کړي، اوس مهال ددې بانک (۳۹) بشپړې فعالې څانګې په کابل او ولایتونو کې فعالیت ترسره کوي. ددې سربېره، ګرانو هېوادوالو ته د چټکو بانکي چوپړتیاوو د وړاندې کولو په موخه، افغان ملي بانک اوس مهال په کابل او ولایتونو کې (۸) فعال کاونټرونه یا بانکي غرفې لري او په راتلونکي کې به دې شبکې ته نوره پراختیا هم ورکړي.
| مسلسل شمیره | نوم | پته | نقشه |
|---|---|---|---|
| 1 | د افغان ملي بانک مرکزي دفتر | ابن سینا واټ، د افغانستان بانک تر څنګ، کابل ښار، د اړیکې شمېره: ۰۷۸۷۹۰۵۴۰۷ ، برېښنالیک: [email protected] | |
| 2 | ګلبهار سنټر | ملک اصغر څلورلارې، د ګلبهار سنټر ودانۍ، څلورم پوړ، دوکان شمېرې: D13 او D16 ، کابل ښار، د اړیکې شمېره: ۰۷۶۷۷۵۷۵۷۶ ، برېښنالیک: [email protected] | |
| 3 | احمد شاه بابا مېنه | ارزان قېمت / احمد شاه بابا مېنه، خوست منګل ټاور، کابل ښار، د اړیکې شمېره: ۰۷۷۷۸۲۲۵۲۵ ، برېښنالیک: [email protected] | |
| 4 | کارته سه | کارته سه، دارالامان سړک، امیر سوداګریز مرکز، لومړی پوړ، کابل ښار، د اړیکې شمېره: ۰۷۹۰۰۰۰۰۲۸ ، برېښنالیک: [email protected] | |
| 5 | وزیر محمد اکبر خان | وزیر محمد اکبر خان، دولسم سړک، کابل ښار، د اړیکې شمېره: ۰۷۸۷۹۰۵۴۰۷ ، برېښنالیک: [email protected] | |
| 6 | میرویس میدان | میرویس میدان / کوټه سنګی، د آریانا کابل هوټل تعمیر، دوهم پوړ، کابل ښار، د اړیکې شمېره: ۰۷۰۰۰۱۴۲۷۰ ، برېښنالیک: [email protected] | |
| 7 | دشت برچی | دشت برچی، مزاری واټ، بهار سراب سوداګریز مرکز، لومړی پوړ، کابل ښار، د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۳۸۶۰۷۰ ، برېښنالیک: [email protected] | |
| 8 | کارته نو | کارته نو، سید نور محمد شاه مېنه، دوهم سړک ، کاروان مال، دوهم پوړ، کابل ښار، د اړیکې شمېره: ۰۷۶۵۷۶۹۲۴۳ ، برېښنالیک: [email protected] | |
| 9 | د بهرنیو چارو وزارت | د بهرنیو چارو وزارت، کابل ښار، د اړیکې شمېره: ۰۷۸۷۹۰۵۴۰۷ ، برېښنالیک: [email protected] | |
| 10 | تیمني | د تیمني پروژې دریم سړک، کابل ښار، د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۸۸۶۰۶۴ ، برېښنالیک: [email protected] |