وسترن یونین

 

ویسترن یونین د پیسو د لېږد را لېږد یوه نړیواله شبکه ده چې له ۲۰۰ څخه په زیاتو هېوادونو کې د ۶۰۰،۰۰۰ څخه د زیاتو نماینده ګانو په درولودلو سره د پیسو د لېږد را لېږد چوپړتیاوې وړاندې کوي. د افغان ملي بانک د ویسترن یونین له لارې یو شخص کولای شی په بل هېواد کې خپلې کورنی، ملګرو او دوستانو ته په څو شېبو کې پیسې واستوي. اوس زمونږ ګران هېوادوال کولای شی د افغان ملي بانک د ویسټرن یونین شبکې له لارې پرته له دې چي په بانک کې حساب ولري خپلې کورنی او ملګرو ته د هغه په نوم او یا د هغه بانکې حساب ته په ډیر لږ وخت کې پیسې واستوي.

د ویسترن یونین شبکې له لارې د پیسو د ترلاسه کولو شرایط:


1. د حوالی نمبر (MTCN)
2. د اصلي تذکرې یا اعتبار لرونکی پاسپورټ درلودل
3. د رالېږونکي شخص او هېواد نوم
4. د رالېږل شوو پیسو اندازه

د ویسترن یونین شبکې له لارې د پیسو د لېږلو شرایط:


1. د اصل تذکرې یا اعتبار لرونکی پاسپورټ درلودل
2. د ترلاسه کوونکي شخص نوم او تخلص
3. د ترلاسه کوونکي شخص دقیق آدرس
4. د پیسو د لېږلو اصل مبلغ + کمیشن