}
د سپما مضاربت حساب د انفرادي اشخاصو لپاره

دا ډول حساب د اسلامي بانکوالۍ د نورمونو په بنیاد د اسلامي شریعت په رڼا کې د مضارب (اسلامي بانکوالۍ ) او رب المال ( حساب لرونکيو) ترمېنځ د مضاربت د تړون په لاسلیک کولوسره پرانیستل کېږي.

• د دې ډول حساب څخه چې کومې اقتصادي پروژې تمویل شي اوله هغوي څخه چې کومه ګټه ترلاسه شي د سپما مضاربت حساب لرونکيو ته به د شوي تړون پر بنسټ ویشل کېږي.

• دا حساب د کومې ځانګړې مودې پورې تړاو نلري ، بلکه حساب لرونکی هر وخت کولای شي خپل حساب ته پیسې ورزیاتې یا واخلې.

• د سپما مضاربت حساب یوازې د انفرادي اشخاصو لپاره پرانيستل کېږي .

• د سپما مضاربت حساب پرانیستلو لپاره د ابتدایي بیلانس اندازه لږ تر لږه 500 افغانۍ او یا 10 امریکايي ډالر په پام کې نیول شوي دي.

د اړتېا وړ اسناد:

• اصلي پېژند پاڼه یا پاسپورټ.

• که چېرې مشتري د دولت کارمند وي د دندې هویت کارت کاپي.

• که چېرې مشتري ازاد شغل ولري د جواز کاپي.

• د مشتري TIN نمبر.

• د مشتري اوسني استوګنځي تصدیق.