د بیع المرابحه دکور توکو معلومات

د اسلامي بانکوالي څخه د مالی ملاتړ اخیستل لپاره مشتري باید لاندې اسناد وړاندې کړي :

تفصیلات

Ø     د مشتري عمر باید د 18 کالو څخه کم او د 60 کالوڅخه زیات نه وي

Ø     مشتري باید د نورو ادارو څخه پوره وړی نه وي (بانکونو اونورو مالي اداري)

Ø     دوه کلنه کاري تجربه ولري او حد اقل 12 میاشتې په اوسنۍ دنده کې شتون ولري

Ø     د کار د خدمت دوره د افغان ملي بانک د کارکونکو لپاره د یوکال څخه کمه نه وي

Ø     مشتری باید بانک د مالي ملاتړ په بدل کي د کور شرعی قباله اویا هم سره زر (طلا) د تضمین په توګه بانک ته وسپاري.

Ø     د مالي ملاتړ موده تر 3 کالوده

Ø     د کورتوکو د مالي ملاتړ لپاره د مشتري 40٪ میاشتنۍ معاش په نظرکې نیول کیږي

Ø     تر 100,000 افغانیوپورې دکورتکو مالي ملاتړ لپاره کلنۍ په ثابت نرخ 8٪ کټه اود 100,000 سل زره څخه زیات دکلني مفاد اندازه 7٪ په پام کې نیول شوې ده

Ø      مشتري 300 افغانۍ فیس د (پي سي آر) سیستم معلوماتو را ترلاسه کولولپاره تحویلي کړي

Ø     مشتري ته چې کوم د درخواستۍ فورم ورکړل شوی وي هغه باید په سمه توګه ټک ګري او نور اړین اسناد په وخت سره بانک ته حاضر کړي  

Ø     حد اکثر د کورتوکو تمویل مبلغ 500,000 افغانیو پورې ده

Ø     له مشتري څخه 10٪ نغدي تضمین اخیستل کیږي او یاد تضمین هغه وخت لازمي ده چي مالي ملاتړ مبلغ باید د 100,000 افغانیو څخه زیاد وي