}
جاري( یا روان ) حساب د قرض الحسنه پر بنسټ د انفرادي اشخاصو لپاره

دغه ډول حساب د شرعي اصولو په رڼا کې پرانیستل کېږي چې مشتري ته د دې ډول حساب لپاره چک بوک ورکول کېږي ترڅو مشتري د خپلو بانکي راکړې ورکړې اړونده بانکي چوپړتیاو څخه آسانه او په ډاډمنه توګه لاس رسی ولري.

• روان ( جاري ) حساب د قرض الحسنه پر بنسټ په پرانیستلو کې هیڅ ډول ګټه او تاوان حساب لرونکي ته نه ورکول کېږي.
• په روان ( جاري ) حساب د قرض الحسنه پر بنسټ د پرانیستلو په صورت کې د انفرادي اشخاصو لپاره د ابتدایي بیلانس اندازه لږ تر لږه 1000 افغانی او یا هم 20 ډالراویا 20 یورو ټاکل شوي دي.
• نا محدوده را کړه ور کړه (unlimited transactions)
• میاشیتنې صورت حساب.
• 500 افغانۍ د چیک بوک قیمت.
• د انفرادي اشخاصو لپاره اړین اسناد
• اصلي پېژندپاڼه یا پاسپورت
• که چېرې مشتري د دولت کارمند وي د دندې د هویت کارټ کاپي.
• که چېرې مشتري ازاد شغل ولري د جواز کاپي.
• د مشتري TIN نمبر.
• د مشتري اوسني استوګنځي تصدیق.

د شرکتونو لپاره جاري یا روان حساب د قرض الحسنه پر بنسټ
مشتري په روان (جاري) حساب کې د قرض الحسنه په توګه خپلې پیسې د بانک ادارې ته سپاري.
• په روان ( جاري ) حساب د قرض الحسنه پر بنسټ په پرانیستلو کې هیڅ ډول ګټه او تاوان حساب لرونکي ته نه ورکول کېږی.
• په روان ( جاري ) حساب د قرض الحسنه پر بنسټ د پرانیستلو په صورت کې د شرکتي یا حکمي اشخاصو لپاره د ابتدایې بیلانس اندازه لږ تر لږه 10000 افغانی اویاهم 200 ډالر او یا 200 یورو ټاکل شوي دي.
• د اسلامي شریعت او اصولو له مخې معاملات.
• نا محدوده را کړه ور کړی ( unlimited transaction)
• میاشتینې صورت حساب .
• چیک بوک
• د شرکتونو لپاره اړین اسناد:
• د شرکت د رئیس او د مرستیال اصلي پېژندپاڼې یا پاسپورټونه.
• د شرکت اصلي جواز او اساسنامه.
• د شرکت او شرکت د رئيس او مرستیال د TIN نمبر.
• د شرکت مهر او چاپي پاڼه.
• د شرکت د رئیس او مرستیال د اوسني سکونت یا استوګنځي تائید او تصدیق.